د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د دره صوف بالا په ولسوالۍ کې د د ډبرو سکرو د یوه کان د نړېدو له امله یوه کارګر خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغه افغان کان کیندونکي مړی د خلکو له خوا له خاورو لاندې راایستل شوی دی.
دا زړه بوږنونکې پېښه د سه شنبې په ورځ رامنځته شوه او قرباني شوی کس د همدې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و. په افغانستان کې غیر معیاري استخراج او د کانونو د کیندنې دودیزې لارې چارې تل د کارګرانو ژوند له جدي خطرونو سره مخ کوي او مرګ ژوبله اړوي.
تر دې وړاندې هم د ډبرو سکرو په کانونو کې د کارګرانو د مرګ ژوبلې ګڼ راپورونه ثبت شوي دي. کارپوهان وایي چې بې احتیاطي د خوندیتوب د اسانتیاوو نشتوالی او د ژغورنې تجهیزاتو ته نه لاسرسی د دې ډول وژونکو پېښو تر ټولو مهم لاملونه دي.
#سمنګان #سیمه\_ییزې\_پېښې #کانونه
🌐