د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو کمښت او د طالبانو حکومت پرله پسې محدودیتونو د افغان ښځو په مشرۍ بنسټونه له ژور مالي بحران سره مخ کړي دي. دې وضعیت د دغو بنسټونو د دایمي تړل کیدو خطر زیات کړی دی.
د یوه نوي راپور له مخې ممکن له نیمایي څخه ډیر دا سازمانونه په راتلونکي کال کې خپل فعالیتونه په بشپړ ډول ودروي. د بودیجې کمښت د دې لامل شوی چې دا بنسټونه خپل کارمندان کم کړي او اړینو خدماتو ته د ښځو لاسرسی په کلکه راټیټ شي.
په بیلابیلو ولایتونو کې ښځې د روغتیایی او معیشتي مرستو له پرې کیدو څخه شکایت کوي او له جدي ستونزو سره مخ دي. د ملګرو ملتونو ادارې له نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې خپل مالي ملاتړ پراخ کړي.
#افغانستان #ښځې #ملګري\_ملتونه
🌐