د ایران د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د دغه هیواد پر خاوره د امریکا د وروستیو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې دې بریدونو ډیر ځاني زیانونه اړولي او تر ۴۰۰ ډیر کسان سخت ټپیان دي.
د ایران د روغتیا وزارت د عامه اړیکو رییس ویلي چې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. هغه تایید کړه چې څو ښځې او یو ماشوم وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دا مهال د دې هیواد په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
د امریکا او ایران ترمنځ نښتې لا هم په شدت سره دوام لري او پوځي او ملکي تاسیسات په نښه شوي دي. سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې د ایران په سویل کې د امریکا په تازه بریدونو کې څو پلونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
#ایران #امریکا #منځنی\_ختیځ
🌐