په ننګرهار ولایت کې د طالبانو حکومت امنیه قوماندانۍ تایید کړې چې د هغه یوولس کلن ماشوم جسد موندل شوی چې څه موده وړاندې ډوب شوی و. امنیتي ادارې د دغه ماشوم جسد د هغه کورنۍ ته سپارلی دی ترڅو یې خاورو ته وسپاري.
د هوا په ګرمېدو او د لامبو فصل په رارسېدو سره د هېواد په سیندونو کې د ډوبېدو پېښې ډېرېږي. هر کال لسګونه هېوادوال په ځانګړي ډول ځوانان او تنکي ځوانان په سیندونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د راپورونو له مخې په تېر یوه کال کې یوازې په پنجشېر ولایت کې اولس تنه کورني سیلانیان ډوب شوي دي. سیمه ییز چارواکي تل له خلکو غواړي چې د سیندونو پر غاړه د تفریح پر مهال ډېر احتیاط وکړي.
#ننګرهار #افغانستان #پېښې
🌐