د ملګرو ملتونو مرستیال الکساندر زویف ویلي چې القاعده ډله د خپلو فعالیتونو له کمیدو سره سره لا هم په افغانستان کې شتون لري. نوموړي له تاس خبري اژانس سره په خبرو کې زیاته کړه چې دا ډله د طالبانو حکومت سره پېچلې اړیکې لري.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ټینګار وکړ چې دوی د طالبانو حکومت د افغانستان د رسمي استازو په توګه نه پېژني خو په عمل کې د هېواد اداره د دوی په لاس کې ده. هغه همدارنګه د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان د پراخو فعالیتونو په اړه اندېښنه وښوده.

د طالبانو حکومت تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی. دوی ټینګار کوي چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي ترڅو د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

#افغانستان #ملګري\_ملتونه #القاعده

🌐

Author