په خوست ولایت کې ځايي سرچینو تایید کړې چې یو ځوان د اسماعیل خېل مندوزي په ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی. دغه دوه دېرشت کلن ځوان په یوه ګڼه ګوڼه سیمه کې د مخامخ ډزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
راپورونه ښیي چې دا کس د خپلې کورنۍ یوازېنی زوی و او له دې وړاندې یې له خپلو خپلوانو سره شخصي شخړې لرلې. له دې سره سره د دې وژنې اصلي انګېزه او د عاملینو دقیق هویت لا هم په رسمي ډول نه دی څرګند شوی.
په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې مرموزې او وسله والې وژنې په بې ساري ډول زیاتې شوې دي. هېوادوال د طالبانو حکومت له امنیتي بنسټونو غواړي چې د خلکو د امنیت ساتلو او د مجرمینو په نیولو کې لا ډېرې هڅې وکړي.
#خوست #افغانستان #پېښې
🌐