د هېواد د سپاهیانو په نوم مقاومت کوونکو ځواکونو د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالي د څو ساعتونو لپاره د طالبانو د حکومت له ولکې څخه وایستله. دا لومړی ځل دی چې یوه ولسوالي داسې سقوط کوي.

د طالبانو د حکومت چارواکو تایید کړې چې دا سیمه د لنډ وخت لپاره د دوی له کنټرول څخه وتلې وه، خو اوس بیرته نیول شوې ده. دوی د څو کسانو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

دغه جبهه چې ډیری یې پخواني امنیتي ځواکونه دي، دا برید خپله لویه لاسته راوړنه بولي. پوځي کارپوهان پدې باور دي چې دا پېښه په سیمه کې د امنیتي وضعیت لپاره مهم بدلون دی.

#بدخشان #افغانستان #امنیت

🌐

Author