په بلخ ولایت کې ښځې او نجونې وايي چې د طالبانو حکومت لخوا پر تعلیم او کار د کلونو محدودیتونو له امله ډیری میرمنې په خپګان او رواني ستونزو اخته شوې دي. روان پوهان هم تاییدوي چې په دې ولایت کې د رواني مشورو او درملنې غوښتنه په بې ساري ډول زیاته شوې ده.

یو شمیر افغان میرمنې وايي چې د دندو او تعلیمي فرصتونو له لاسه ورکولو وروسته دوی اړ دي چې ټول وخت په کور کې تیر کړي او دا کار پر دوی رواني فشارونه لا پسې زیاتوي. د دوی په وینا په ښار کې د رواني ناروغیو د درملنې لپاره د ځانګړو روغتونونو او مرکزونو نشتوالی د دوی ستونزې لا پسې ډیرې کړې دي.

په بلخ کې رواني ډاکټران وايي چې د دوی ډیری ناروغان هغه ښځې او ځوانان دي چې عمرونه یې د اتلس او پنځه دیرش کلونو ترمنځ دي او اصلي لامل یې بیکاري او ټولنیز محدودیتونه دي. نړیوالو بنسټونو هم خبرداری ورکړی چې د مرستو کموالی به د افغان میرمنو لپاره د رواني ملاتړ خدمتونه نور هم کمزوري کړي.

🌐

#افغان\_میرمنې #بلخ #د\_ښځو\_حقونه

Author