د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ګازو او تېلو د بیو لوړېدو د خلکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. د کابل، هرات او بادغیس اوسېدونکي وايي چې د هر کیلوګرام ګاز بیه په بې سارې توګه لوړه شوې او د خلکو د پېرلو توان کم شوی دی.

د طالبانو حکومت د نفتو او ګازو شرکت د یو کیلوګرام ګاز بیه اویا افغانۍ ټاکلې او خبرداری یې ورکړی چې له سرغړونکو سره به جدي چلند وشي. خو هېوادوال شکایت کوي چې په ډېرو سیمو کې بیې له دولتي نرخ څخه خورا لوړې دي.

سیمه ییزې ناندرۍ او د روسیې په څېر هېوادونو له خوا د سون توکو د صادراتو کموالی د دې ګرانۍ اصلي لاملونه ګڼل کېږي. افغانستان هره ورځ زرګونه بېرله نفتي توکي مصرفوي چې نږدې ټول یې د وارداتو له لارې برابرېږي.

#افغانستان #اقتصاد #تېل

🌐

Author