د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې له خپلو همکارانو سره په ګډه په نورستان ولایت کې د وروستیو سېلابونو ځپلو کسانو ته بېړني روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. په دې خدمتونو کې د ټپیانو پاملرنه او د زیانمن شویو خلکو ملاتړ شامل دی.
یاد سازمان د دې مرګونې طبیعي پېښې له امله د درې ویشتو کسانو د مړینې او پنځلسو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی. خو د یو شمېر کسانو د ورکېدو له امله د لټون او ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې ښايي د مرګ ژوبلې شمېر لوړ شي. په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو ویاند ټینګار کړی چې د سړکونو ویجاړېدل زیانمن شویو سیمو ته د مرستو رسول ستونزمن کړي دي.
#نورستان #روغتیا #سېلابونه
🌐