باوري سرچینو تایید کړې چې د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونو څو ورځې وړاندې په کابل کې د ښځو او ماشومانو د حقونو د څېړنیز بنسټ پر دفتر برید کړی او د دې بنسټ فعالیتونه یې درولي دي.

په دې عملیاتو کې د یاد مدني بنسټ شپږ کارکوونکي نیول شوي چې تر اوسه یې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته. امنیتي ځواکونو د دفتر ټول اسناد، کاري وسایل او تجهیزات هم له ځان سره وړي دي.

دا بنسټ د زرقا یفتلي په مشرۍ د ښځو او ماشومانو د وضعیت په اړه د زده کړې، عدالت غوښتنې او څېړنې په برخه کې فعالیت کاوه. طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

#د\_ښځو\_حقوق #افغانستان #کابل

🌐

Author