د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت د دې اونۍ د جمعې لمانځه خطبه د ودونو محفلونو ته ځانګړې کړه. دې وزارت له ملا امامانو وغوښتل چې خلک په ودونو کې د شریعت خلاف دودونو له ترسره کولو څخه منع کړي.
په دې سند کې د ښځو لخوا عطر وهل، نڅا، موسیقي او د میلمنو پر وړاندې د ناوې او زوم کیناستل د شرعیت خلاف کارونه بلل شوي دي. د طالبانو حکومت دا دودونه بې غیرتي بللې او په کلکه یې مخالفت ورسره کړی دی.
همدارنګه په نوي لارښود کې راغلي چې له واده مخکې د نجلۍ او هلک پیژندګلوي او د ګوتې بدلول هم جواز نه لري. دا نوي محدودیتونه ښیي چې د هیوادوالو پر شخصي ژوند کنټرول مخ په ډیریدو دی.
#طالبان #افغانستان #بشري\_حقونه
🌐