د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګسټ وايي چې په افغانستان او عراق کې د امریکايي ماډل پر بنسټ د یوې ټولنې د جوړولو لپاره د دوی د هېواد هڅو زرګونه قربانۍ اخیستې دي. نوموړي د امریکا د مشرانو جرګې په یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې ډونالډ ټرمپ د داسې جګړو تکرار نه غواړي.
په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه کې اعلان کړی چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې پر مهال دوه زره امریکایانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. نوموړي په وروستیو نښتو کې د امریکايي ځواکونو مرګ ژوبلې ته هم اشاره کړې ده.
د امریکا پخواني مرستیال ولسمشر مایک پنس هم ویلي چې په افغانستان او عراق کې د بشپړې بریا لپاره کومه اراده نه وه. دغه جګړه د دوه زره یو ویشتم کال په اګسټ میاشت کې د امریکايي ځواکونو په وتلو او د طالبانو د حکومت په راتګ سره پای ته ورسېده.
#افغانستان #امریکا #جګړه
🌐