راپورونه ښیي چې په تیره یوه میاشت کې په هرات ولایت کې درې با نفوذه څیرې او پخواني جهادي قوماندانان وژل شوي دي. دا کسان د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا د ډزو هدف ګرځیدلي دي.
ارباب جمعه ګل او ارباب وکیل احمد له نامتو جهادي قوماندانانو څخه وو چې په اوبه او ګذره ولسوالیو کې ووژل شول. همدارنګه پخوانی امنیه قوماندان محمد حسین هم د دې پیښو له قربانیانو څخه دی چې په همدې میاشت کې یې ژوند له لاسه ورکړ.
پوځي شنونکي وايي چې د طالبانو حکومت د امنیت ټینګولو مسوولیت لري او باید په دې برخه کې ځواب ویونکی وي. په وروستیو اونیو کې په غور او دایکندي ولایتونو کې هم د جهادي څیرو او پخوانیو ځواکونو هدفي وژنې زیاتې شوي دي.
#هرات #امنیت #افغانستان
🌐