د احمد صائم حزیم کورنۍ ته نږدې سرچینو تایید کړې چې هغه په کابل ښار کې د طالبانو حکومت د استخباراتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی. هغه له پنځو نورو کسانو سره یوځای له خپل کاري دفتر څخه نامعلوم ځای ته لیږدول شوی دی.
ښاغلی حزیم درې دیرش کلن دی او د ښځو او ماشومانو د حقونو د څیړنیز بنسټ کارکوونکی و. د هغه کورنۍ سخته اندیښمنه ده ځکه چې په تیرو شپږو ورځو کې یې ورسره هیڅ اړیکه نه ده لرلې او برخلیک یې نامعلوم دی.
دا څیړنیز بنسټ د ښځو د حقونو په برخه کې د عدالت غوښتنې او روزنې فعالیتونه کوي چې مشري یې زرقا یفتلي کوي. تر اوسه د طالبانو حکومت چارواکو د دې شپږو کسانو د نیولو د لامل په اړه هیڅ څرګندونه نه ده کړې.
#بشري\_حقونه #کابل #طالبان
🌐