په لندن کې د قوماندان خیرمحمد خیرخواه د تلین غونډه د سیاسي څېرو او مدني فعالانو په ګډون جوړه شوه.

په دې مراسمو کې چې د افغانستان پر اوسني وضعیت بحث وشو، ګډونوالو د اوسني ملي سرود پر ځای د برهان الدین رباني د واکمنۍ پر مهال ملي سرود وغږاوه، چې د اوسني وضعیت پر وړاندې د اعتراض نښه وه.
ویناوالو د طالبانو اوسنی حکومت “استبدادي او انحصارګر” وباله او ټینګار یې وکړ چې د مخالفینو ځپل او مدني محدودیتونه هېواد انزوا ته بیايي. دوی خبرداری ورکړ چې تاریخ ښودلې د دیکتاتورۍ عمر لنډ وي.
دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې په اروپا کې میشت افغان کډوال هڅه کوي د کابل د اوسنیو سیاستونو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي. ګډونوالو په هېواد کې د سیاسي وضعیت د بدلون لپاره پر لا ډېر یووالي ټینګار وکړ.

لندن #کډوالی #خیرمحمدخیرخواه #افغانستان #سیاست #اعتراض #طالبان #دیاسپورا #مدنيحقوق #ملي_سرود

Author