په کابل کې د روسیې سفارت د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د پوځي نښتو پر دوام ژوره اندېښنه ښودلې ده. دغه سفارت د شنبې په ورځ، د میزان په ۱۱مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغو نښتو پر ملکي وګړو، په ځانګړې توګه پر ماشومانو، منفي اغېز کړی دی.

په اعلامیه کې د افغانستان پر دوو ولایتونو د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته په اشارې ویل شوي چې دغو بریدونو د ماشومانو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوي دي. خو روسیې، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، دغه بریدونه نه دي غندلي.

تر اوسه کوم بل هېواد هم د پنجشنبې په ورځ د پاکستان له خوا پر هلمند او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه نه دي غندلي. دا بریدونه په داسې حال کې وشول چې د دواړو لورو ترمنځ په سرحدي سیمو کې د وسله

والو ډلو د فعالیت پر سر تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح

الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۹ ملکي وګړي وژل شوي دي. په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم تایید کړه چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

بلخوا، د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت اعلان کړی چې دا هوايي بریدونه په افغانستان کې پر دوو پټنځایونو د "باوري اطلاعاتو" پر بنسټ ترسره شوي او په پایله کې یې "۲۲ ترهګر" وژل شوي او زیاته اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

د روسیې اندېښنه په داسې حال کې ده چې دغه هېواد هڅه کوي په سیمه کې د منځګړي رول ولوبوي. د اسلام

اباد او کابل ترمنځ د تاوتریخوالي دوام کولی شي هغه سیمه

ییز ثبات له جدي ننګونو سره مخ کړي چې مسکو یې په لټه کې دی.

سرچینه: رسنیز راپورونه

🌐

Author