په ایران کې یوې محکمې درې افغانان د حکومت ضد لاریونونو کې د ګډون او د پولیسو یوې پوستې ته د اور اچولو په تور پر اعدام محکوم کړي دي. دا کسان په اصفهان ښار کې اوسېدل او د لاریونونو پر مهال نیول شوي وو.
د هه نګاو د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې دغو افغانانو ۴۰ ورځې د استخباراتو په بند کې له وکیل او کورنۍ سره له اړیکې پرته تېرې کړې دي. له دغو کسانو څخه یو یې د ساه لنډۍ ناروغۍ له امله په بد حالت کې دی او له درملنې بې برخې دی.
په وروستیو میاشتو کې په ایران کې د افغان وګړو د اعدامولو لړۍ د پام وړ زیاته شوې ده. د بشري حقونو بنسټونو د افغان کډوالو پر وړاندې د تبعیض او عادلانه محکمو ته د نه لاسرسي په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.
#ایران #افغانان #بشري\_حقونه #کډوال
🌐