د روسیې حکومت له بهرنیو هېوادونو غوښتي دي چې د نظامي کړکېچونو د زیاتوالي احتمال ته په پام سره خپل ډیپلوماټان او وګړي ژر تر ژره له کییف ښار څخه وباسي. دا غوښتنه وروسته له هغه مطرح شوه چې مسکو خبرداری ورکړ که د مې د نهمې نېټې مراسم په نښه شي، متقابل بریدونه به وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ټینګار کړی دی چې حکومتونه باید له بشپړ مسوولیت سره دې امنیتي خبرداریو ته پاملرنه وکړي. هغې زیاته کړه چې دا ګام د دویمې نړیوالې جګړې د بریا د ورځې په مراسمو کې پر مسکو د برید په اړه د اوکراین د ګواښونو په غبرګون کې پورته شوی دی.
د روسیې دفاع وزارت همداراز خبرداری ورکړی چې د دې مراسمو د ګډوډولو لپاره د اوکراین د هر ډول هڅې په صورت کې به روسي ځواکونه په کییف کې د پرېکړې کولو مرکزونه په نښه کړي. سره له دې چې مسکو د مې د اتمې او نهمې نېټې لپاره لنډمهاله اوربند اعلان کړی، اوکرایني چارواکو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
#روسیه #اوکراین #کییف #نړیوالې\_اړیکې
🌐