د اروپا پارلمان یوې غړې هانا نیومن په کلکه خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو شړل نه یوازې یو انساني ناورین او ماتې ده بلکې یوه لویه ستراتیژیکه تېروتنه هم ده. هغې ټینګار کړی چې بې وزلۍ ته د ځوانو افغانانو ستنول د دې لامل کیږي چې هغوی د طالبانو د حکومت په شبکو پورې تړلي شي.

د دې اروپایي چارواکې په وینا دا وضعیت کولای شي له یوه انساني ننګونې څخه هاخوا په یوې پیچلې امنیتي او سیاسي مسلې بدل شي. هغه په دې باور ده چې د کډوالو د ایستلو تګلارې به په عمل کې د افغانستان د اوسنیو حاکمانو په ګټه تمامې شي او د هغوی د ځواک جوړښتونه به پیاوړي کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په ځینو اروپایي هیوادونو کې د کډوالو د ایستلو د تګلارو په اړه بحثونه په شدت سره زیات شوي دي. په دې وروستیو کې د آلمان د کورنیو چارو وزیر هم اعلان کړی چې د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ به په دوامداره او اونیزه توګه روانه وي چې جرمونه یې کړي دي.

#کډوال #افغانستان #اروپا #بشري\_حقونه

🌐

Author