د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د سوریې پلازمېنې دمشق ته رسېدلی دی. ټاکل شوې چې هغه به په دې تاریخي سفر کې د سوریې له سرپرست ولسمشر احمد شرع سره وګوري.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د دمشق په هوايي ډګر کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي تود هرکلی وکړ. دا په تېرو ۱۷ کلونو کې سوریې ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي لومړنی سفر دی چې د دغه هېواد د نړیوالې انزوا پای ته رسېدل په ډاګه کوي.
د ملګرو ملتونو ویاند ویلي چې ګوټرېش به سوري وګړو ته د یوه باثباته راتلونکي او بیارغونې پیغام ورکړي. دا درې ورځنی سفر دی او موخه یې له جګړې وروسته په سوریه کې د سولې او پراختیا د بنسټونو پیاوړي کول دي.
#سوریه #ملګري\_ملتونه #منځنی\_ختیځ
🌐