په سمنګان ولایت کې سیمه ییزو سرچینو د دې ولایت په مرکز کې د نصرالله رسولي په نوم د یوه ځوان د مرموزې وژنې خبر ورکړی دی. په سمنګان کې د طالبانو د حکومت امنیه قوماندانۍ هم دا پېښه تایید کړې ده.
ویل کېږي چې دا ځوان تېره نیمه شپه د ایبک ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د نامعلومو کسانو له خوا زندۍ شوی دی. د وژل شوي کس جسد د لا زیاتو څېړنو لپاره د سمنګان ولایتي روغتون ته لېږدول شوی دی.
تر اوسه د دې وژنې انګېزه څرګنده نه ده او د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونو د پېښې د عاملینو د نیولو پلټنې پیل کړې دي. دغه ځوان په دې وروستیو کې د پوهنې په اداره کې دنده ترلاسه کړې وه او خیاطي یې هم کوله.
#سمنګان #قتل #افغانستان
🌐