د جرمونو د نړیوالې محکمې لوی څارنوال کریم خان د روم د اساسنامې د غړو هېوادونو په رایو سره له خپلې دندې ګوښه شو. هغه تر دې وړاندې په کاري چاپیریال کې د جنسي ځورونې په تور له دندې ځنډول شوی و.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په جوړه شوې ځانګړې ناسته کې، ۸۲ هېوادونو د هغه د ګوښه کېدو په ګټه رایه ورکړه. کریم خان تورن دی چې په خپل دفتر کې یې له یوې ښځینه وکیلې سره ناوړه چلند کړی دی.
نوموړي په تېرو دوو کلونو کې د روسیې او اسراییل د مشرانو او همدارنګه د طالبانو د حکومت د چارواکو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د لوړ پوړو مشرانو لپاره د نیولو ګڼ حکمونه صادر کړي وو. د هغه ګوښه کېدو په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه پارولي دي.
#نړیواله\_محکمه #کریم\_خان #نړۍ
🌐