د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې په کابل کې د ازبیکستان د محصولاتو دایمی نندارتون پرانستل شوی دی. دا نندارتون د ازبیکستان د فرغانې د والی او د طالبانو د حکومت د چارواکو په شتون کې په رسمی ډول پرانستل شو.

دا ګام په داسې حال کې اخیستل کیږي چې په دې وروستیو کې یوه ازبیکستانی پلاوی کابل ته سفر کړی دی. د دې سفر هدف د طالبانو د حکومت او تاشکند ترمنځ د اقتصادی ژمنو پلی کول او د سوداګریزو اړیکو پراخول دی.

د طالبانو حکومت له پاکستان سره د سرحدی لارو له تړل کیدو وروسته د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د سوداګرۍ زیاتوالی ته پام اړولی دی. ازبیکستان په سیمه کې د افغانستان یو مهم سوداګریز شریک ګڼل کیږي.

#افغانستان #ازبیکستان #سوداګری #اقتصاد

🌐

Author