د روزګان ولایت اوسیدونکی وایی چې د بې وزلۍ او بیکارۍ زیاتوالی د دوی ژوند له جدی ستونزو سره مخ کړی دی. په دې ولایت کې ډیری کورنۍ نور د لومړنیو خوراکی توکو د پیرودلو توان نه لری.
په روزګان کې د خوراکی توکو پلورونکی تاییدوی چې اقتصادی وضعیت ډیر خراب دی او ډیری پیرودونکی د لومړنیو اړتیاوو د پیرودلو لپاره د پور غوښتنه کوی. خلک مجبور دی چې وریجې او اوړه په ډیره کمه اندازه واخلی.
نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې افغانستان لا هم له سخت اقتصادی بحران سره مخ دی. د نړیوالو مرستو کموالی او د بیکارۍ زیاتوالی د دې لامل شوی چې د میلیونونو افغان کورنیو لپاره د لومړنیو اړتیاوو پوره کول ستونزمن شی.
#روزګان #افغانستان #فقر #اقتصادی\_بحران
🌐