ازبکستان او د طالبانو حکومت د روان میلادی کال له پیل راهیسې نوی سوداګریز تړونونه او تفاهم لیکونه لاسلیک کړی دی. د دې قراردادونو ټول ارزښت له یو اعشاریه څلور میلیارد ډالرو څخه ډیر اټکل شوی، چې د دواړو خواوو په اقتصادی اړیکو کې د پام وړ وده ښیی.

د ازبکستان د احصایې ملی کمیټې اعلان کړی چې افغانستان اوس مهال د تاشکند د لسو سترو سوداګریزو شریکانو په ډله کې ځای لری. د دواړو لورو چارواکو په دې وروستیو کې ټینګار کړی چې د سوداګرۍ کچه به پنځه میلیارد ډالرو ته لوړه کړی.

اقتصادی کارپوهان په دې باور دی چې ازبکستان په دې اقداماتو سره سویلی اسیا ته د رسیدو لپاره د افغانستان څخه د ترانزیتی لارې په توګه کار اخلی. اوس مهال ازبکستان افغانستان ته بریښنا او خوراکی توکی صادروی.

#اقتصاد #افغانستان #ازبکستان #سوداګری

🌐

Author