سحر آرین چې د پوهنتون د لومړی کال محصله وه، وایی چې د طالبانو د حکومت د تعلیمې بندیزونو له امله په روانی ناروغۍ اخته شوې ده. هغې هیله لرله چې یوه تکړه ډاکټره شی، خو اوس له خپلو زده کړو بې برخې شوې ده.

د دې ځوانې نجلۍ مور وایی چې په کور کې پاتې کیدل او له ټولګیو څخه لرې والی د هغې لور ډیره یوازې او خپګان ته مجبوره کړې ده. هغه زیاتوی چې لور یې اوس ټوله شپه ویښه وی او ورځې په خوب تیروی.

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونیزو موسسو د دروازو له تړل کیدو پنځه کاله تیریږی، خو لا هم میلیونونه نجونې په بې برخلیکۍ کې ژوند کوی. د طالبانو حکومت تر اوسه د دې محدودیتونو د لیرې کولو لپاره نړیوالو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

#میرمنې #زده\_کړه #افغانستان #طالبان

🌐

Author