په بدخشان ولایت کې د طالبانو د حکومت امنیه قوماندانۍ د خپلو اطلاعاتو او کلتور د رییس وژل کېدل تایید کړل. د دغه بنسټ په وینا په نښته کې یو بریدګر وژل شوی او بل ژوندی نیول شوی دی.
د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي چې دغه برید د سه شنبې په سهار رامنځته شوی دی. دوه وسله وال پر موټر سایکل سپاره وو چې د ساتونکو له چټک غبرګون سره مخ شول.
امنیتي چارواکي وايي چې تر اوسه د دغه ترور اصلي انګېزه څرګنده نه ده. له نیول شوي کس څخه لومړنۍ پلټنې پیل شوې دي ترڅو د دې وسله وال برید اصلي طراحان وپېژندل شي او قانون ته وسپارل شي.
#بدخشان #افغانستان #امنیت
🌐