نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې یوه ځوان پر درېیو ښځو د چاقو برید کړی دی. دا وحشتناکه پېښه د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې د دې ښار په شمالي برخه کې رامنځته شوې ده.

د پولیسو چارواکو تایید کړې چې له دې مېرمنو څخه دوه یې سختې ټپیانې شوې دي او یوه قرباني امیندواره هم ده. بریدګر سمدستي د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو او د هغه د انګېزې په اړه پراخې پلټنې پیل شوې دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د بریدګر لومړنۍ ادعاوې بې بنسټه بللي او له خلکو یې غوښتي چې له ژر قضاوت کولو ډډه وکړي. دا پېښه په برلین کې له یوه بل مرګوني برید یوازې څو ورځې وروسته رامنځته کېږي چې اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

#پاریس #فرانسه #پیښه

🌐

Author