د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې پر ایران یې پوځي بریدونه د ډیپلوماسۍ لپاره د فرصت ورکولو په موخه درولي دي. هغه خبرداری ورکړ چې که اوسنۍ خبرې اترې ناکامې شي، نو خورا سخت پوځي اقدامات به بېرته پیل کړي.

ښاغلي ټرمپ له رسنیو سره په مرکه کې تایید کړه چې له ایراني چارواکو سره جدي او ژورې خبرې روانې دي. هغه ټینګار وکړ چې دا بهیر باید په چټکۍ سره پرمخ لاړ شي او یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره ډېر وخت نشته.

د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ د هرمز تنګي پر مدیریت او اټومي مسایلو د اختلافاتو له امله زیات شوی دی. د عمان او قطر په ګډون سیمه ییز منځګړي هڅه کوي ترڅو د کړکېچ کمولو او سمندري لارو پرانیستلو لپاره یوه مناسبه حل لاره ومومي.

#امریکا #ایران #منځنی\_ختیځ

🌐

Author