د ښځو د حقونو فعالې او پخوانۍ وکیلې فوزیه کوفي ویلي چې د بندیزونو اوسنی سیستم زوړ شوی دی. د هغې په وینا، دا بندیزونه د طالبانو هغه وزیران نه په نښه کوي چې په افغانستان کې د جنایتونو مسؤل دي.
نوموړې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ځینې هېوادونه یوازې د بشر د حقونو په شعارونو کې قوي دي، خو په عمل کې کمزوري دي. هغه وايي نړیوال میکانیزمونه شته چې باید د مظلومانو غږ پورته کړي او د معافیت کلتور له منځه یوسي.
کوفي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې افغان مېرمنې له نړیوالې ټولنې څخه د طالبانو پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي. د هغې په باور، یوازې اعلامیې ورکول د افغانانو درد نه شي دوا کولای.

فوزیهکوفي #بشريحقونه #افغانستان #طالبان #ښځې #بندیزونه #نړیوالهټولنه #پښتوخبرونه

Author