په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق استازي په بامیان ولایت کې د دریو افغان ماشومانو الهام بښونکی انځور خپور کړی دی. دا ماشومان هره ورځ سهار ښوونځي ته د رسیدو لپاره په خره باندې اوږد مزل کوي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي لیکلي چې د زده کړې لپاره د دې خویندو او وروڼو کلکه اراده او نه ستړې کیدونکې هڅې د خوندي زده کړې د برابرولو لپاره لا زیاتو هڅو ته الهام ورکوي. دا ماشومان له ټولو ستونزو سره سره خپل روښانه راتلونکي ته هیله من دي.
دا اراده په داسې حال کې د نړیوالو پام ځانته اړوي چې د طالبانو حکومت لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي. نړیوال بنسټونه د ټولو وګړو لپاره د تعلیمي محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کوي.
#افغانستان #زده\_کړه #یونیسف #بامیان
🌐