د سپاهی میهن جبهې چې د طالبانو د حکومت مخالفه وسله واله ډله ده خپله شل ماده ییزه مبارزاتي تګلاره خپره کړه. دې جبهې اعلان کړی چې د جګړې په ډګر کې ځان د بشري حقونو د اصولو او نړیوالو کنوانسیونونو بشپړ رعایت ته ژمن بولي.
د دې سند له مخې، جبهې ژمنه کړې چې هیڅکله به پر ملکي وګړو برید نه کوي او د جنګي بندیانو له هر ډول شکنجې یا سپکاوي څخه به ډډه کوي. دې ډلې همدارنګه ټینګار کړی چې روغتونونو او عامه بنسټونو ته به هیڅ زیان نه رسوي.
دې ډلې сая ورته د بدخشان ولایت پر یوې ولسوالۍ له برید وروسته پام ځانته اړولی دی. د دې جبهې قومانداني د پخواني افغان پوځ د یوه افسر پر غاړه ده او دوی د نړیوالو بنسټونو د څارنې غوښتنه کوي.
#افغانستان #بدخشان #بشري\_حقونه
🌐