یوه فداکار پلار تېره ورځ د پروان ولایت په چاریکار ښار کې د اوبو له کانال څخه د خپل ماشوم د ژغورلو پر مهال ژوند له لاسه ورکړ. دې غمجنې پېښې د سیمې خلک ډېر خواشیني کړي دي.
په پروان ولایت کې د طالبانو د حکومت د پولیسو قوماندانۍ د دې تریخې پېښې په تایید سره اعلان وکړ چې د دغه سړي ماشوم له نېکه مرغه ژوندی له اوبو را ایستل شوی دی. د پلار مړی د ځايي خلکو له پلټنو وروسته پیدا شو.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې لسګونه کسان د هېواد په سیندونو کې ډوب شوي دي. په دې قربانیانو کې یو شمېر ښځې او ماشومان هم شامل دي.
#افغانستان #پروان #ډوبېدل
🌐