ځايي سرچینو تایید کړې چې د فاریاب ولایت په مرکز میمنه ښار کې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې د خواجه غایب سیمې د ګذر وکیل وژل شوی دی. په دې پېښه کې د هغه ورور هم ټپي شوی دی.
دا برید د چهارشنبې په ماښام د میمنې ښار په لومړۍ ناحیه کې شوی دی. عیني شاهدان وايي چې پر موټرسایکل سپرو دوو وسله والو کسانو پر دې کسانو ډزې کړي او بیا په چټکۍ سره له سیمې تښتېدلي دي.
تر اوسه د دې وژنې کره انګېزه څرګنده نه ده او د طالبانو د حکومت ځايي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي. په بېلابېلو ولایتونو کې د نامعلومو وسله والو لخوا هدفي وژنې لا هم د هېوادوالو د اندېښنې لامل دي.
#افغانستان #فاریاب #امنیت
🌐