په امریکا کې یوه فدرالي قاضي پرېکړه کړې چې دغه هېواد ته د افغان کډوالو د کورنیو د غړو د راتګ مخنیوی غیر قانوني دی. دا محکمه د اوو افغان کډوالو شکایت ته د رسیدګۍ په موخه جوړه شوې وه.

دغو کډوالو د استوګنې د ترلاسه کولو سره سره، د پخوانیو ولسمشریزو فرمانونو له امله نه شو کولی خپلې کورنۍ امریکا ته ولېږدوي. قاضي ټینګار وکړ چې په دې برخه کې د بهرنیو چارو وزارت تګلاره باطله او د قانون خلاف ده.

د دې پرېکړې پر بنسټ، د امریکا حکومت دنده لري چې په پنځلسو ورځو کې د شکایت کوونکو د کورنیو د غړو د سفر اسناد صادر کړي. دا پرېکړه په امریکا کې د افغان کورنیو د بیا یوځای کېدو لپاره یو مهم ګام دی.

#افغانستان #امریکا #کډوال

🌐

Author