د آزادۍ جبهې اعلان وکړ چې د پنجشنبې شپه یې خپلو ځواکونو د قندوز هوایی ډګر او د طالبانو چاپرونه د راکټي بریدونو هدف کړل. جبهې ادعا وکړه چې دې برید طالبانو ته درنو تلفاتو او زیانونو لامل شوی، خو دقیق شمیر لاهم نامعلوم دی.
د آزادۍ جبهې همدارنګه اعلان وکړ چې طالبانو د وروستیو ورځو کې د جبهې د نفوذ سیمو ته د ځواکونو لیږل او تجهیزاتو لیږدول تیز کړي دي. د طالبانو چارواکو تر اوسه پدې برید کې موقف نه دی نیولی.
دا پیښه هغه مهال وشوه چې بدخشان ولایت د وروستیو ورځو کې د مخالفینو د بریدونو د زیاتیدو شاهد و. د آزادۍ جبهې او طالبانو ځواکونه د دغه ولایت د زیباک ولسوالۍ کې ډیری ورځې سره جنګیدلي دي.
#د\_آزادۍ\_جبهه #قندوز #راکټي\_برید #طالبان #افغانستان
🌐