د کابل کې د ایران د سفارت معاون سید حسن مرتضوي وویل چې د طالبانو شل کلنه جګړه د امریکا پر وړاندې «مقاومت» وه، خو د اسلامي جمهوریت له نظره د طالبانو د مخالفینو جګړه «مقاومت نه ده.» هغه وویل چې ایران د طالبانو د هیڅ مخالف جریان ملاتړ نه کوي.

مرتضوي کابل کې یوه غونډه کې وویل چې افغانستان کې «اسلامي حکومت» رامینځته شوی او د ایران سپارښتنه مخالفینو ته دا ده چې د خبرو اترو له لارې خپلې ستونزې حل کړي. هغه زیاته کړه چې د طالبانو د حکومت د نسکورولو مرسته «شرعي توجیه» نلري.

دا خبرې هغه مهال وشوې چې د بدخشان ولایت کې د طالبانو د وسله والو مخالفینو بریدونه تیز شوي دي. ایران د طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسې له دوی سره پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.

#ایران #طالبان #مقاومت #بدخشان #افغانستان

🌐

Author