د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړ چې د افغانستان ځینو سیمو کې د امنیت د نسبي ښه والي سره سره، بشري بحران لاهم د ملیونونو خلکو ژوند ګواښي. د تیره اکتوبر راهیسې تر جون پورې د سرحدي شخړو له امله ۱,۷۰۰ ملکي تلفات شوي دي.

د اوچا ویاند اولګا چیریوکو وویل چې امنیت یواځې نه شي کولای د کورنیو خواړه برابر کړي، ویجاړ شوي کورونه ودان کړي یا د سوء تغذیې ناروغه ماشومان درملنه وکړي. هغې زیاته کړه چې د افغانستان د درې پر څلورو برخو سیمو کې د ماشومانو سوء تغذیه خرابه شوې ده.

چیریوکو د ښځو او نجونو باندې د محدودیتونو له پایلو هم خبرداری ورکړ او وویل چې دا محدودیتونه د ملیونونو افغانانو راتلونکی له خطر سره مخ کوي.

#افغانستان #بشري\_بحران #اوچا #سوء\_تغذیه #د\_ښځو\_حقوق

🌐

Author