د افغانستان د آزادۍ جبهه او د افغانستان ملي استقلال جبهه دواړو ادعا وکړه چې د اسد د ۱۵مې شپه ساعت ۸:۳۰ بجو د کابل هوایی ډګر نظامي برخې ته یې برید کړی دی. د آزادۍ جبهې ادعا وکړه چې د طالبانو نظامي تاسیساتو ته یې سنګین زیانونه اړولي دي.
د ملي استقلال جبهې اعلان وکړ چې د هغې ځواکونو د کابل هوایی ډګر کې د طالبانو نظامي مواضعو پر لور څلور راکټ ویشتل چې پایله کې له ۱۰ زیات طالبان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
لاهم روښانه نه ده چې دا دواړه جبهې جلا جلا برید کړی دی که دواړو د یوې حملې مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی. طالبانو تر اوسه دا ادعاوې رد نه کړي.
#کابل #هوایی\_ډګر #طالبان #افغانستان #برید