د طالبانو د پنجشیر ولایت چارواکو اعلان وکړ چې د دغه ولایت له کانونو استخراج شوي ۷،۶۵۶ قیراطه زمرد یې د لیلام پلور وکړ. د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لتون د دغو زمردو ارزښت ۷،۶۵۸،۰۰۰ افغانۍ اعلان کړ.

طالبان هره میاشت دوه ځله د پنجشیر له کانونو استخراج شوي زمرد پلوري او له هر پلور ۱۰ سلنه مالیه اخلي.

پنجشیر د نړۍ د زمرد له لویو سرچینو ځنې یوه ده، چې د دغه ګران بیه ډبرې پلور د طالبانو د حکومت لپاره مهم اقتصادي ارزښت لري.

#پنجشیر\_زمرد #طالبان #افغانستان\_کانونه

🌐

Author