د اوکراین حکومت د جګړې له امله د نفوسو د کموالي د بحران د مخنیوي لپاره سرتیرو ته د اسپرم او تخمې د وړیا کنګل کولو پروګرام پیل کړی دی. دا نوښت چې په ۲۰۲۲ کال کې د شخصي کلینیکونو لخوا پیل شوی و، اوس د پارلمان لخوا تمویل کیږي ترڅو د هغو سرتیرو کورنۍ وکولای شي اولاد ولري چې په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د پارلمان غړې اوکسانا دیمیتریوا وایي چې د دې قانون هدف د هغو سرتیرو ملاتړ دی چې د اوکراین د راتلونکي دفاع کوي. په پیل کې قانون د سرتیري له مړینې وروسته د نمونو د له منځه وړلو امر کړی و، خو اوس د نوي بدلون له مخې، د سرتیري له مړینې وروسته تر دریو کلونو پورې د رضایت په صورت کې د نمونو ساتل ممکن دي.
د کیف د امیندواری د مرکز مشره اوکسانا هولیکووا وایي چې که څه هم تراوسه کم شمیر خلکو نوم لیکنه کړې، خو هیله ده چې د عامه پوهاوي په ډیریدو سره به غوښتنه زیاته شي. دا ګام په داسې حال کې اخیستل کیږي چې په اوکراین کې د جګړې د ویرې له امله د امیندوارۍ کچه نیمایي ته راټیټه شوې ده.