د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې پر مناسبت بیانیه خپره کړه او وویل چې افغانستان لا هم د ژورې بشري، اقتصادي او امنیتي بحران سره مخ دی. فرانسې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه «د جنسیت پر بنسټ د سرکوب سیستم» وبلل.
دې هیواد اعلان وکړ چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې له ۱۷ زره زیات افغانان منلي دي. د ۲۰۲۵ کال کمکونو له ۱۰۰ زره زیاتو وړیا طبي مشورو، له دریو زره زیاتو د پنځو کلنو لاندې ماشومانو درملنې او ۳۵ زره نجونو ته د تعلیمي خدماتو لاسرسي کې مرسته وکړه.
فرانسې ټینګار وکړ چې تر هغه پورې چې د طالبانو حکومت د بشري حقونو، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او فراګیر حکومتولۍ پر تعهداتو عمل ونه کړي، د اړیکو نورمال کول ناشونی دي.
#فرانسه #طالبان #بشري\_حقونه #افغانستان #دیپلوماسي
🌐