زرقا یفتلي، د ښځو او ماشومانو د قانوني څیړنو بنسټ بنسټګره، د طالبانو له خوا د بندیانو شوو خپلو شپږو کارمندانو د فوري او بې قیده ازادۍ غوښتنه وکړه. هغې وویل چې د دوی د بندیتوب له پیل یوه میاشت تیره شوې خو لا هم وکیل ته لاسرسی نلري.

طالبانو د جون پر ۲۱ د کابل پر دفتر یرغل وکړ او د کارمندانو لپ ټاپونه او ګرځنده تلیفونونه یې ضبط کړل. بندیان شوي کسان عبارت دي له: سلطان علي رحیمي، احمد صیام حازم، حامد احمد صدیقي، عبدالمتین حکیمي، عبدالقادر حمیدي او بسم الله.

یفتلي د بشري حقونو له ادارو، رسنیو، دیپلوماتیکو هیاتونو او ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې د دې شپږو کسانو د ازادۍ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي. طالبانو تر اوسه د دوی د بندیتوب د لامل په اړه کوم تبصره نه ده کړې.

#بشري\_حقونه #زرقا\_یفتلي #بندیتوب #طالبان

🌐

Author