د ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سرپرست استازي نصیراحمد فایق د اسد د ۲۸مې پر مناسبت وویل چې د یوه هیواد خپلواکي د هغه د خلکو د آزادۍ پرته بشپړه نه ده.
هغه د ایکس شبکه کې وویل چې د خپلواکۍ لمانځه هغه مهال رښتینی معنا لري چې افغانان، په ځانګړي توګه ښځې او نجونې، د زده کړې، کار او سیاسي ګډون حق ولري. فایق د پخواني افغان حکومت وروستی پاتې چارواکی دی.
د تیرو پنځو کلونو راهیسې د طالبانو حکومت د وګړو، په ځانګړي توګه ښځو او نجونو، پر حقونو سخت محدودیتونه لګولي دي. فایق ریښتینې خپلواکي د خلکو د ارادې درناوي او بشري کرامت پورې تړلې بلله.
#بشري\_حقوق #افغانستان #د\_خپلواکۍ\_ورځ #افغانې\_ښځې #ملګري\_ملتونه
🌐