د هرات د طالبانو امنیه قوماندانۍ د خپلې لسمې امنیتي حوزې د مرستیال وژل تایید کړل. طالبانو ترسره کوونکي «وسله والو غله» وبلل، خو یوې کم پیژندل شوې نظامي جبهې د حملې مسئولیت پر غاړه واخیست.
د هرات د طالبانو د امنیې ویاند وویل چې دوه وسله وال یو سلماني ته ننوتل او مرستیال ورسره ونښت او سخت ټپي شو. شفاخانې ته د لیږدولو وروسته د ټپونو له امله ومړ.
«د افغانستان د خلکو آزادي غورځنګ» دوه ورځې دمخه د دې حملې مسئولیت پر غاړه اخیستی و. طالبان وايي چې دواړه وسله وال وروسته وپیژندل شول او نیول شول.
#هرات #طالبان #وسله\_واله\_برید #افغانستان