«د افغانستان متحد جبهه» نن شنبه اعلان وکړ چې خپلو ځواکونو د ننګرهار مرکز جلال آباد کې د «شهیدانو میدان» سره نږدې د طالبانو یو استخباراتي غړی ووژنه. جبهه ادعا کوي چې مړ شوی کس د پخوانیو پوځیانو د پیژندلو او شکنجه کولو کې لاس درلود.

د دې بریدونو پورې اړوند ویډیو چې د جبهې د ایکس پاڼه کې خپور شوی، ښیي چې یو کس د ښار دننه سړک غاړه کې د تفنګچې د ډزو وروسته ځمکې ته لویږي.

د طالبانو حکومت تر اوسه پورې پدې اړه هیڅ نه دی ویلي. جلال آباد وروستیو کې د ډیرو امنیتي پیښو شاهد و چې ځینې یې د طالبانو د مخالفو وسله والو ډلو پر غاړه اخیستې دي.

#متحد\_جبهه #جلال\_آباد #ننګرهار #طالبان

🌐

Author