عیني شاهدانو ویلي چې د کابل په شهر نو سیمه کې د چینایانو پر یوه رستورانت چاودنه شوې ده. په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو ښيي چې د «لانژو» په نوم د چینایي خوړو رستورانت ته زیات زیان اوښتی دی او ویل کیږي چې اصلي هدف چینایي وګړي وو.
تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی په ډاګه شوی، خو شاهدان وايي چې په دې پېښه کې چینایانو او افغان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ځینې سرچینې وايي چې دا چاودنه د یوه ځانمرګي بریدګر لخوا ترسره شوې ده.
د پېښې ځای د امنیتي ځواکونو لخوا کلابند شوی او پلټنې روانې دي. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو دې پېښې په کابل کې امنیتي اندېښنې زیاتې کړې دي.

کابل #چاودنه #امنیت #چینایان #افغانستان #شهرنو #خبرونه #پښتو_خبرونه #برید

Author