د هلمند ولایت راپورونه ښیي چې شپږ کلنه او اتو کلنه دوه نجونې د شپیتو او اتیا کلنو سړو سره د زور له مخې واده شوې دي. دا پیښه بیا یو ځل د افغانستان کې د ماشومانو واده د زیاتیدو د نړیوالو اندیښنو منځ ته راوستلو لامل شوه.

د هلمند کې د طالبانو د رسنیو مسؤلینو وویل چې د ناد علي ولسوالۍ کې یوې اتو کلنې نجلۍ د کورنۍ له خوا د اتیا کلني سړي سره واده شوې وه. دوی ادعا وکړه چې د دغه ولسوالۍ د امر بالمعروف ادارې د دغه واده د دوام مخه ونیوله.

په جلا پیښه کې، د ګرمسیر ولسوالۍ کې یوه شپږ کلنه نجلۍ د دوه لکه پاکستاني روپیو په بدل کې د یو شپیتو کلني سړي سره واده شوه. د دغه ماشوم پلار د مخدره توکو روږدی دی. طالبانو وویل چې محکمې د دواړو قضیو د کتلو وروسته واده لغوه کړ.

#د\_ماشومانو\_واده #هلمند #د\_ماشومانو\_حقوق #افغانستان #ښځو\_حقوق

Author