د پروان ولایت د سالنګ جنوبي د قبر کلینر سیمه کې د ترافیکي پیښې له امله دوه کسان ووژل شول او درې نور ټپیان شول. د پروان ولایت د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ تایید کړل چې دغه پیښه د شپې د دولسو بجو شاوخوا وشوه.

د پولیسو د اعلامیې له مخې، د کرولا ډوله موټر پرځیدل د دغه پیښې لامل شوي دي. د موټر سرنشینان د تخار، بغلان او هلمند ولایتونو اوسیدونکي وو.

دغه پیښه یو ځل بیا د افغانستان د غرنیو لارو د سړکونو د حالت او د ترافیکي خوندیتوب اړوند اندیښنې را مخته کړې. سیمه ییزو چارواکو تر اوسه پدې اړه نور تفصیلات نه دي اعلان کړي.

#پروان #سالنګ\_جنوبي #ترافیکي\_پیښه #افغانستان

🌐

Author